د کندز ولایت امنیه قومانداني اړوند د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزي مدیریت مسؤلینو هغه شمیر نشه یي توکي چې په تیرو دوو کلونو کې د کندز ولایت په مختلفو سیمو کې کشف او ترلاسه کړي ول، وسوځول شول.
په یادو سوځول شویو نشه یي توکو کې ، ۲۲۷۶ کیلو ګرامه هیروئین، ۳۱۹۵۲ کیلو ګرامه تریاک، ۹۲۹۹۰ کیلو ګرامه چرس، ۱۹۶ لیتره الکولي مشروبات، ۱۹۶ لیتره د الکولي مشروباتو خام مواد،۵۸۱۴ کیلو ګرامه تابلیت کا، ۷۸۹۴ کیلو ګرامه شیشه، او یو بوجی طبعي الکولي مواد شامل وه.
د نشه یي توکو د سوځیدو په مراسمو کې د کندز ولایت امنیه قوماندان مولوي مطیع الله سیف الله د کندز ولایت ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ چي کندز ولایت کې به ټول هغه کسان چې د نشه یي توکو پیر او پلور ترسره کوي نیسي به یې او د قانون منګولو ته به یې سپاري.
همدارنګه د یادو مراسمو په لړ کې د کندز امنیه قوماندان د کندز ولایت ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ چي په نشه یي توکو روږدي کسان به د کندز او ولسوالیو څخه راټول او درملنه به يي وکړي ترڅو ولسونه په آرامه او ډاډمنه فضاکې ژوند ترسره کړي.