دکندز ولایت په امامصاحب ولسوالۍ د مکي دارالعلوم له یولسمې دورې څخه ۵۰ تنه خویندې او ورونه د قرآنکړیم له حفظ او حدیث دورې څخه فارغ شول.
پهدې غونډه کې له ایران هېواد څخه جید عالم مولوي محمد کریم صالحي، له کابل پلازمېنې څخه راغلی ځوان عالم نصرتالله صاحبي د تخار او کندوز څخه ګڼ شمېر دیني عالمانو او د امامصاحب ولسوالۍ په سلګونه تنو اوسېدونکو برخه اخیستې وه.