د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو پولو چې د سېلابونو له امله له منځه تللي، د مشخص کېدو لپاره د یوې نوې طرحې له جوړېدو خبر ورکوي. سرپرست وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې زیاته کړه چې دغه طرحه یې د سرپرست حکومت د مشرتابه په لارښوونه جوړه او د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ به یې عملي کړي