وزارت مالیه وایي, له دې مخکې ټول هغه هوټلونه او سیار رسټورانټونه چې ربعوار فروشات یې له ۷۵۰۰۰۰ افغانیو څخه کم وه، د ۲ سلنه او له دې زیاته اندازه یې د ۵ سلنه انتفاعي مالیې تابع وو؛ خو د نوي فرمان له مخې د یادو هوټلونو او رسټورانټونو د انتفاعي مالیې کچه ۲ سلنې ته راکمه شوې ده.
همدارنګه د اسلامي امارت مشرتابه له نوي فرمان وړاندې؛ د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو له في لېتر څخه ۰.۶ افغانۍ ثابته مالیه اخیستل کېده؛ چې د نوي فرمان پر بنسټ دغه کچه ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوې ده.