د کندهار امنيه قومندانۍ وياند اسدالله جمشيد د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته ویلي، چي امنيتي ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کي د نشهيي توکو د پېر او پلور په تړاو ۱۶ کسان نيولي دي.
اسدالله جمشید زیاته کړې، چي له دغو تورنو کسانو سره ۴۰ ليټره کيمياوي تيزاب، ۳ زره ۲۲۵ کيلو ګرامه اومان، ۳۴۶ کيلو ګرامه تارياک، دری موټر او د ګرځند ۶ سيټه هم نيول شوي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې ۵۲ پر نشهيي توکو روږدي کسان هم د درملنې لپاره روغتیایي مکزونو ته ورپژندل شوي دي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.