د ټرافیکو لوی ریاست په یوې خبرپاڼه کې له ټولو هغو هېوادوالو، چې غواړي خپل موټر ټکسي کړي او نوی رنګ ورکړي، غوښتي چې،«د رنګ شرکت ته د مراجعې پر مهال باید د موټرو چراغونه، اشارې، د څنګ ښيښې، د دروازو قلفونه او نور تجهیزات تړلي او مکمل وي او له دې تجهیزاتو پرته فعالیت او پر واټ حرکت د واټ د ټرافیکو د قانون خلاف عمل دی، ځکه د یادو تجهیزاتو نشت ډېری وخت د ټرافیکي پېښو لامل کېږي او دا تجهیزات د رنګ پرمهال د رنګ شرکت کارکوونکي خلاصوي او بېرته یې تړي.»

خبرپاڼې همدارنګه لیکلي:«که‌ چېرې کوم وسایط له دغو تجیزاتو پرته په ښار او واټونو کې ولیدل شي، د ټرافیک پولیسو له خوا به له قانوني چلند سره مخ شي، موټر یې درول کېږي او بیا د شکایت حق نه‌ لري.»

Share.