‏د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې د دغه وزارت د امنیتي معینیت اړوند د پولیسو ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې درې تنه تښتول شوي هېوادوال د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي.
د ښاغلي قانع په وینا؛ دغه درې تنه تېره ورځ (یکشنبه، د زمري ۲۸مه) د نامعلومو کسانو له لوري د دې ولایت له شیخ مصري ښارګوټي څخه تښتول شوي وو.

د یادې پېښې په تړاو دوې ښځې او درې تنه نارینه نیول شوي دي

Share.