د هواپېژندنې ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن چهارشنبه په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ٬ ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان٬ کابل، لوګر٬ میدان وردک، پکتیا٬ پکتیکا او خوست ولایتونو کې د بارانونو او په پایله کې یې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د خبرپاڼې لمخې، په بېلابېلو سيمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۴۵ ملي مترو پورې وي.
دغه رياست ويلي چې د سالنګونو په ګډون په شمالي،لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولايتونو کې د سختو بادونو د لګېدو امکان شته او په بېلابېلو سيمو کې د دغو بادونو سرعت هم د ۵۰ او ۹۰ کیلومترو تر منځ اټکل شوی دی.

Share.