د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت او فوټبال فدراسیون استازولۍ له لوري په امام صاحب ولسوالۍ کې ” جام همدلي ” ترعنوان لاندې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د صیاد قرول او اتحاد کنم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اتحاد کنم لوبډلې د ٣/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
دا سیالۍ فوټبال لوبې ته د ودې ورکولو او ځوانانو یوالي په پار پیل شوي دي، چې شاوخوا ١٢ ورځې به دوام وکړي.