د (افغان یاسیني آیل) په نوم د نفتو د تصفیې یوه فابریکه، چې د ورځې ۶۰۰ ټنه تیل تصفیه کولی شي، په بلخ کې فعالیت پیل کړ.
د دې فابریکې مسؤولین وایي چې دا فابریکه په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده، چې ټولټال پرې ۵۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی او د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
د بلخ والي، الحاج محمد یوسف وفا، وایي چې اوس په هېواد کې د بیا رغونې او پانګونې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې هېواد د پرمختګ پر لور بوځي.
