د بدخشان د هلال احمر ریاست چارواکي وایي چې نن د چارشنبې ورځ، د دلوې درېیمه نېټه، د قطر د هلال احمر په مرسته، د خاش ولسوالۍ ۵۵۰ بې‌بضاعته او مستحقو خلکو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي.

د بدخشان د هلال احمر رئیس، محمد عیسی جاهد، وویل چې هر کس ته یوه ۵۰ کیلویي بوجۍ اوړه، د ۵ لیترو غوړیو یوه قوطۍ، او ۴ تختې کمپلې ورکړل شوې دي.

نوموړي د دې مرستو د شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د دې مرستو اندازه به زیاته شي.

په ورته وخت کې، د مرستو ترلاسه کوونکي د هلال احمر له مرستو خوښي څرګندوي او وایي چې دغه مرستې به د ژمي په موسم کې د دوی ډېرې ستونزې حل کړي.

دوی د هلال احمر او نورو ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

یاده دې وي چې څو ورځې مخکې، د بدخشان د هلال احمر ریاست د فیض‌اباد ښار د ۱۰۰۰ اوسېدونکو لپاره د ۳۰ میلیونه افغانیو نغدي مرسته کړې وه.

Share.