دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د «شهید افسر خان لیګ» تر نامه لاندې کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې پایله کې د هېواد پالونکې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې هېواد پالونکي او چپرهار ځوانان مخامخ شول، چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته هېواد پالونکو پکې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
