د سمنګان مسوولین وايي، د یاد ولایت په «دره صوف» ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان نړېدو له امله دوه کان‌کیندونکي مړه شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمت الله رحماني په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون (دوشنبې د دلوې ۱۵مه) د دره صوف ولسوالۍ په «شاکول شیخه» سیمه کې شوې ده.

د هغه په وینا، چې د څېړنې ډله دې سیمې ته ور رسېدلې او د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

د سمنګان په ګډون تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو د نړېدو او په کان کې د چاودنو له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی.

پرون د بدخشان د واخان ولسوالۍ اړوند د زرو د کارخونې نړېدو له امله یو کاریګر مړ شوی و.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د کانونو غیرمعیاري ایسته د ورته پېښو لامل کېږي، او سمنګان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې پرېمانه طبیعي زېرمې لري او سلګونه کسان یې په کانونو کې په کار بوخت دي.

Share.