د دشت ارچي ولسوالۍ د کانال سر بند کې د یو پل او ۶۰ متره استنادي دیوال د جوړولو کار د یوه چینایي زرشوي شرکت په مالي مرسته پیل شو.
د دشت ارچي ولسوال، مولوي عصمتالله اسامه، وایي چې د چینایي زرشوي شرکت د فعالیتونو او د اوبو د زیاتوالي له امله، د دې ولسوالۍ د کانال سر بند ځینې برخې ترمیم ته اړتیا درلوده، چې د دې جوړېدو سره به د کانال له لا زیانمنېدو څخه مخنیوی وشي.
نوموړي وویل چې د دې پروژې لګښت ۴۰ زره ډالر دی او په راتلونکو یوې میاشتې کې به بشپړه شي.
یادونه شوې چې د دشت ارچي ولسوالۍ کانال د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ له کوکچه سیند څخه سرچینه اخلي او د دې ولسوالۍ زرګونه جریبه ځمکه خړوبوي.
