پاکستانیو رسنیو راپور ورکړ؛ د پاکستان فډرالي حکومت اعلان کړی، چې ټول غیرقانوني بهرني اتباع د افغان اتباعو په ګډون باید د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر یودېرشمې پورې له پاکستان څخه ووځي.
امنیتي چارواکو ټینګار کړی، چې دا ضرب الاجل به ونه غځول شي. د افغان تابعیت کارت لرونکي او نور بې اسناده بهرني وګړي اړ دي، چې له ټاکلې نېټې مخکې ووځي.
په راپور کې راغلي: د مارچ له یودېرشمې وروسته به د هغو کسانو پر وړاندې سخت قانوني اقدام وشي، چې له قانوني اجازې پرته په پاکستان کې اوسېدنه روانه ساتي.