د «ها نګاو» په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان په دغه هېواد کې د نشهيي توکو د جرمونو په تور د یوه افغان په ګډون اته کسان اعدام کړي دي.
دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې دا کسان شنبې د سرطان ۳۰مه او یکشنبې د سرطان ۳۱مه د کرج په «قزل حصار» او د شیراز په «عادل اباد» بندخونو کې اعدام شوي دي.
ویل کېږي چې د یادو جرمونو په تور په دغو اعدامشویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده، خو د اعدامشوي افغان د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.