د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، په لوګر کې به د عینک مسو کان د ایستنې چارې له ۱۵ کاله وروسته پیل شي.
د دې وزارت ویاند، همایون افغان په ایکس لیکلي چې د دې کان د ایستنې چارې د پیمانکار شرکت لخوا پیل شوې دي.
هغه ټینګار کړی: “قراردادي شرکت مکلف دی چې د ۲۰۰۸ کال د ژمنو پر بنسټ د نړۍ د مسو تر ټولو ستر کان له کوم خنډ او ځنډ پرته په وروستي او سل سلنه پروسس پیل کړي.”