د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د ټول هېواد په کچه ۱۵۰ زره او ۳۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې وېشلې شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان ۱۴۰۳لمریز کال په لېندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۳څانګو له لارې ۱۵۰ زره او ۳۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې وېشلې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په کابل ولایت کې ۵۴ زره او ۱۱۸، په کندهار کې ۱۱ زره او ۷۹۳، په بلخ کې ۶ زره او ۹۸۱، بغلان کې ۶ زره او ۸۱۶ او هلمند ولایت کې ۶ زره او ۳۸۱ الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.