د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي او امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري شاوخوا ۴۸ ورزش کارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې او دیوې سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ۲۴ تنو ورزش کارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

Share.