د پرمختیایي پروژو د پلي کولو په لړ کې، د کندز ښاروالۍ اداره د کندز – کابل د داخلېدو دروازه د جوړېدو وروسته پر ترافیکو پرانستله.

د کندز ښاروال په وینا، دې پروژې دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت درلود چې د ښاروالۍ د پرمختیایي بودیجې څخه ورکړل شوې او په شپږو میاشتو کې بشپړه شوې ده.

هغه وویل: د دې پروژې په پلي کولو سره، د موټرو د تګ راتګ اسانتیا ترڅنګ، د ښار ښکلا ته هم وده ورکړل شوې ده.

په همدې حال کې د کندز اوسېدونکي د داسې پروژو د پلي کېدو هرکلی کوي او وايي چې د پرمختیایي برنامو پلي کېدل د ټولنې د پرمختګ او پرمختیا سبب ګرځي.

دا هم ویل شوي چې روان کال د ښاروالۍ له خوا لسګونه واړه او لویې پروژې په دې ولایت کې پلې شوې یا په پلي کېدو کې دي.

Share.