د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي او امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري دیادې ولسوالۍ په سه کوپرک سیمه کې د ۴٠ ورزش کارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې او دیوې سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ او په پای کې ٢٠ تنو ورزش کارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.