د ننګرهار ولایت د درونټې برېښنا کوټ د اول ماشین د اساسي ترمیم په ترڅ کې ځینې چارې ترسره شوې دي.
د برېښنا ریاست ویلي، چې د اول ماشین د توربین د شافټ پُرکاري په دوام سره مخته ځي.
دغه راز د درېیم ماشین د توربین د شافټ قبضه (بیرنګ) بدل شوې او ماشین چالان کړل شو.
د دې ترڅنګ د درېیم ماشین د انتیک دروازې له ترش راک څخه د خځلو پاک‌ کاري ترسره شوه.
برېښنا شرکت رسنیز دفتر همدا راز زیاته کړې، چې د بند کاسې په دروازو کې د دوهمې تنظیمي دروازې د دوهم سيکشن د اوسپنیز ټایر او نويو جوړو شويو اوسپنیزو زینو رنګمالي هم بشپړه شوه.
د دوی په خبره د برېښناکوټ د ترمیم چارې د مسلکي ټیم له خوا د معیاري اصولو په رعایتولو سره پرمخ وړل کیږي، څو د یاد برښناکوټ فعالیتونه لا اغېزمن او دوامداره شي.

Share.