د کندهار د کانونو او صنايعو خوني رییس سيد سرور اماني ویلي، چي یو عرب پانګوال غواړي، چي د کندهار په صنعتي ښارګوتي کي بهر ته د انارو د صادراتو، بسته بندۍ او جوس جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړې؛ د کندهار انار ډېر پاکستان ته صادرېدل، چي سږ کال یې د لوړو مالیو له کبله د کندهار د انارو باغ لرونکیو ته سخته اقتصادي ضربه واړوله.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا لومړي ځل دی، چي یو عرب پانګوال په افغانستان کي د کندهار انارو د پروسس او صادراتو په برخه کي پانګونه کوي.

Share.