د عامه ګټو وزارت خبر ورکړی چې د آلماني شرکت «ترستکو میدل ایست» لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د دې شرکت مسؤل د عامه ګټو وزارت له سرپرست محمد عیسی ثاني سره د لیدنې پر مهال خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
محمد عیسی ثاني د دې موضوع هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوس په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین شوی او د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه، په ځانګړي ډول د سړک جوړولو په برخه کې، برابره ده.
نوموړي زیاته کړه چې د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونه د افغانستان له مهمو سړکونو څخه شمېرل کېږي او اړتیا ده چې جوړ شي.
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً
اشترك في نشرتنا الإلكترونية مجاناً.