د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني وایي د سمنګان-بغلان لویه لاره کې یو جومات د اوو میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، دغه جومات د سې شنبې په ماښام، د مرغومي ۱۸مه، د «مولوي عبدالرحمن کندزي» په نوم د هلمند د والي عبدالرحمن کندزي، د سمنګان امنیه قوماندان حبیب الله شاکر او دیني عالمانو په ګډون پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

باز محمد نایاب، د سمنګان د ارشاد، حج او اوقافو رییس، وایي چې دغه جومات د سمنګان د پخواني والي او د هلمند اوسني والي عبدالرحمن کندزي په مالي مرسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په همکارۍ جوړ شوی دی.

دغه جومات په ۳۶۰ متره مربع ځمکه کې په یوه پوړ کې جوړ شوی او د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره جلا برخې لري.

Share.