په کندز کې د کرایه ورکونکو اړمنو کورنیو سروې او د هغوی د درې میاشتو کور کرایه ورکولو لړۍ پیل شوه.
د کندز ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اکتید دفتر په همکارۍ په مرکز کې کور په کور سروې پیل کړې ترڅو د هغو اړمنو کورنیو پېژندنه وشي چې په کرایي کورونو کې اوسيږي.
د مسوولینو په وینا، د دې پروګرام په لومړني پړاو کې به ۵۰ مستحقو کورنیو ته د درې میاشتو کور کرایه ورکړل شي.