رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پر اکراین د روسیې په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.

د راپور له‌مخې، روسي ځواکونو پرون د اوکراين په جنوب ختيځ کې د «زاپوریژیا» په ښار کې د استوګنې ودانۍ په نښه کړې.

روسیې ادعا کړې چې دغه ښار او د کریمه په ګډون د اوکراین څلور سیمې یې نیولي دي.

Share.