د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د وروستیو بریدونو له کبله ۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بریدونه تازه د غزې په رفح، خان یونس او بیتالاهیا کې شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، بریدونه سهار مهال د هستوګنې پر یوولس کورونو شوي او د نوي زېږېدلو ماشومانو په ګډون، ښځې، ماشومان او نارینه پهکې وژل شوي دي.
په ورته مهال غزه کې د روغتیا وزارت وايي چې د اسراییلو د وروستیو بریدونو له امله په ټولهییزه توګه ۴۳۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو وژل شویو کې ۱۸۳ ماشومان هم شامل دي.