تورخم دوازه چې تېره ورځ ناوخته د سوداګریزو موټرو پرمخ له ۲۵ ورځو بندښت وروسته بېرته خلاصه شوه، سبا جمعه به د مسافرو د تګ- راتګ په موخه هم پرانستل شي.
 تورخم کې د سرپرست حکومت کمیسار ویلي، دغه لاره د د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستل شوې او سبا د جمعې په ورځ به مسافرو ته هم د راتګ اجازه ورکړل شي.
 دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې هغه مهال د هر ډول تګ – راتګ پر مخ وتړل شوه چې له افغانستان لوري د پوستې جوړولو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وښود او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.
پر تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او پلي تګ – راتګ بند و چې پرون ناوخته پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې یاده لاره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستې او ډیر ژر به پلی تګ‌ ـ‌‌ راتګ هم پیل شي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهم سرحدي بندر دی چې ننګرهار ولایت کې موقعیت لري.
یاد بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، مسافرت او ترانزیت ستره لاره ده چې د افغانستان له لوري، تورخم کابل ته نږدې تر ټولو مهمه دروازه ګڼل کېږي، او له همدې کبله وخت ناوخت د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله بندېږي.

Share.