په مزارشریف ښار کې د بشیر نوید ګروپ او د افغان-ترک تعلیمي بنیاد ترمنځ د یوې تعلیمي تفاهمنامې له مخې زر ځوانانو ته دا فرصت ورکړل شوی چې په وړیا توګه د کانکور چمتووالي زده کړې ترلاسه کړي.
په دې پروګرام کې چې د ترکیې قونسل جنرال قاسم کبن هم حضور درلود، د بلخ د علماوو شورا رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې دا ګام د هېواد د عصري علومو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز اقدام دی. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو ملاتړ هم کوي او اړتیا ده چې د هېواد ځوان نسل د عصري علومو په زده کړه سمبال کړي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت لپاره هڅه وکړي.
همدارنګه، په دې پروګرام کې د بشیر نوید شرکت رئیس خیرالدین مایل، چې د دې بورسونو لګښت په غاړه لري، وویل چې په لومړۍ مرحله کې ۱۵۰ بېوزلو تکړه ځوانانو ته د کانکور د چمتووالي وړیا زده کړو فرصت برابر شوی دی. هغه زیاته کړه چې د وخت په تېرېدو سره به دا شمېر زر تنو ته لوړ شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د ځوانانو تر څنګ به په ټینګه ولاړ وي او د دوی د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو کې به همکاري وکړي.
په ورته وخت کې، یو شمېر ځوانانو چې له دې فرصت څخه ګټه اخیستې ده، د بشیر نوید ګروپ او د افغان-ترک تعلیمي بنیاد له دې اقدام څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې د خپلو زده کړو لپاره یو ښه فرصت ګڼلی دی.