د آلمان پوځ اعلان کړی چې یو نوی لښکر به د دې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره جوړ کړي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه لښکر به د روان کال د اپرېل له میاشتې څخه خپل فعالیت پیل کړي.

په داسې حال کې چې ناټو د سړې جګړې له وخت راهیسې خپل تر ټولو لوړې کچې تیارسی ته رسېدلې ده، د دې ائتلاف ځینې چارواکي، په ځانګړي ډول د آلمان دفاع وزیر، خبرداری ورکړی چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د روسیې له‌خوا د ناټو پر پولو د برید احتمال شته.

Share.