د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره کتلي او د افغانستان او بیلاروس پر ګډو سیاسي او اقتصادي مشترکاتو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د دغه بیلاروسي چارواکي په حواله لیکلي چې، هېواد یې غواړي له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې همکاري پيل کړي.

دواړو خواو هوکړه کړې چې، د دې همکاریو په موخه به تخنیکي ډلې په کابل او مېنسک کې خبرې پیل کړي.

Share.