رویټرز د روسیې د کرنیزو صادراتو ادارې په حواله راپور ورکړی چې، تېر ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د روسیې د اوړو تر ټولو ستر پېرودونکی هېواد و.
راپور کې راغلي چې، افغانستان ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه پېرلي چې، دغه شمېر د ۲۰۲۳ پرتله دوه برابره زیات وو.
دغه کال کې روسیې ټولټال د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.
د راپور لمخې، تر افغانستان وروسته، چین او ترکمنستان د روسیې د اوړو نور ستر پېرودونکي هېوادونه دي.