د فاریاب سیمه‌ییز چارواکي وايي چې ۱۲۴ بې‌ځایه شویو کورنیو او د سېلابونو له امله زیانمنو شویو کسانو ته، چې کورونه یې ویجاړ شوي وو، سرپناوې جوړې شوې دي.

داملا سیف‌الدین جهادي، د فاریاب د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس، ویلي چې دغه سرپناوې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په لګښت د ۴۳ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د المار، چلګزي، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب، دولت‌آباد، ګرزیوان، بلچراغ ولسوالیو او میمنې ښار کې جوړې شوې دي.

د هغه په وینا، هره سرپناه دوه خونې، یو دهلیز او یو تشناب لري، چې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د بې‌ځایه شویو او اړمنو کورنیو د ژوند د شرایطو ښه‌والي او آسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړې شوې دي.

دغه سرپناوې د شنبې په ورځ، د جدي د ۲۲مې نېټې، په یوه مراسمو کې چې سیمه‌ییز چارواکي په کې ګډون درلود، مستحقو کورنیو ته وسپارل شوې.

Share.