د فلسطین د ملکي دفاع سازمان اعلان کړی چې د اسرایلو په بریدونو کې، چې په ځینو برخو د غزې ترسره شوي، لږ تر لږه ۷۰ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې دا ماشومان په تېرو پنځو ورځو کې د اسرایلو د پوځ په بریدونو کې، چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي، وژل شوي دي.
په عین وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د درملنې د امکاناتو نشتوالی او د هوا یخوالی د غزې د قربانیانو شمېر زیات کړی دی.
د اسرایلو او حماس ترمنځ د نښتو د پیل څخه تر دې دمه، چې له ۱۵ میاشتو ډېر وخت تېرېږي، د فلسطین د روغتیا وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې ۴۶ زره او ۵۶۴ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۹ زره او ۶۶۰ کسان ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.