د ملي احصایې او معلوماتو اداره ویلي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل څخه تر اوسه، تر ۱۵ میلیونه او ۱۸ زرو ډېر افغانانو برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي.
دغه اداره نن د خپل اکس (پخوانی ټویټر) حساب له لارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې شمېر څخه ۹ میلیونه او ۷۶ زره پېژندپاڼې نارینهوو ته او ۵ میلیونه او ۹۵۶ زره پېژندپاڼې ښځو ته وېشل شوې دي.
د ملي احصایې او معلوماتو ادارې زیاته کړې چې ډېری برېښنايي پېژندپاڼې په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او کندهار کې وېشل شوې دي.
د دغې ادارې په وینا، یوازې ۹ میلیونه افغانانو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي