د پروان سیمهییز چارواکي وایي چې په دې ولایت کې یو سړی د سکرو د سوځېدو له امله د زهرجن ګاز د تنفس له کبله وژل شوی دی.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند، فضلالرحیم مسکینیار، وایي چې دا پېښه د جمعې په شپه د چاریکارو ښار اړوند د «دښت هوفیان» کلي کې شوې ده.
هغه زیاتوي چې د یاد سړي نوم سیدقیس و او نژدې ۳۰ کلن و.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، د سیدقیس ورور هم په دې پېښه کې زیانمن شوی او اوس په کابل کې په یوه روغتون کې بستر دی.
4o