دغه اورلګېدنه تېره شپه د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار د کندوز – مزار دوه لارې ته څېرمه د «شمشاد» په نوم د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې وه.
د دغه تیلو پمپ مسوول حاجي معصوم وویل چې اورلګېدنه د تېلو د تخلیې پر مهال رامنځته شوې او د اټکل له مخې، دغه پېښه کې شاوخوا سل زره امریکایي ډالره زیان ورته رسېدلی دی
د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني وایي، د اور وژنې ټیم پر وخت سیمې ته رسېدلی، د اورلګېدنې د پراخېدو مخه یې نیولې او د اوښتو زیانونو په اړه څېړنې روانې دي.