د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې په کیوکوشین سبک کې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د هرات، غور، فراه، تخار، بادغیس او د کابل ولایت ورزشکارانو ګډون کړی وو.
د یادو سیالیو موخه د کراټې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د هرات ورزشي ریاست له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.