د غور سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د شنبې په شپه، د جدي ۲۹مې، د سختې واورې د اورښت له امله د غور – کابل او غور – هرات لویې لارې د ترافیک پر مخ تړل شوې دي.

عبدالکریم ابو شعیب، د غور د فواید عامې رئیس، وايي: «د غور – کابل لویه لاره د بند بکک په سیمه کې چې د غور او بامیان ولایتونو ترمنځ ده، او د غور – هرات لویه لاره هم د تېرو شپې د واورې د اورښت له امله د هر ډول نقلیه وسایطو پر مخ تړل شوې ده.»

د غور د فواید عامې رئیس زیاتوي چې د دوی ټیمونه هڅه کوي په لنډ ممکن وخت کې تړلې لارې د تګ راتګ لپاره بېرته خلاصې کړي.

هغه لارې چې د غور له ګاونډیو ولایتونو سره نښلول شوې دي، له تر ټولو سختو او خطرناکو لارو څخه شمېرل کېږي چې هر کال د ژمي په راتګ سره د مسافرو لپاره په یوه “کابوس” بدلېږي.

Share.