د حماس او اسراییلو ترمنځ د شوي اوربند له مخې، بېګاه شپه ځايي وخت ۱:۰۰ بجه د درېوو اسراییلي مېرمنو په بدل کې ۹۰ فلسطینیان خوشې شول.
دغه ۹۰ فلسطینیان چې ډېری یې، مېرمنې وې، د سره صلیب په موترو کې بېګاه ناوخته د لوېدیځې تړانګې رامالله ښار کې خپلو کورنیو سره یوځای شوې.
که څه هم سلګونه کسانو فلسطیني ازاد شویو ته د ښهراغلاست لپاره راټول شوي او خوښي کوله، خو د اسراییلي ځواکونو له لوري خبرداری ورکړل شوی چې نمانځنه دې نهکوي.
په خوشې شویو فلسطینیانو کې ۶۹ یې، مېرمنې او ۲۱ یې، تنګي ځوانان دي.
د اسراییلو او حماس ترمنځ د شوي اوربند پر بنسټ، تراوسه معلومه نهده چې څومره فلسطینیان به خوشې شي، خو په ځینو خپرو شویو راپورونو کې یې، شمېر له ۱۰۰۰ تر نږدې ۲۰۰۰ کسانو ښودل شوی دی.
د اوربند په لومړي پړاو کې به همداراز حماس د ۴۲ ورځو پرمهال ټول ۳۳ اسراییلیان ازادوي چې راتلونکې شنبه به نور کسان هم ازاد کړي.
د تېرکال اکتوبر له اوومې راهیسې څه باندې ۴۶زره فلسطینیان وژل شوي او د غزې نږدې ۹۰سلنه اوسېدونکي په زور له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.