ټاکل شوې وه چې پرون یکشنبه، سهار ځايي وخت ۸:۳۰ بجې اوربند پلی شي، خو اسراییلو اعلان وکړ چې تر هغو چې حماس د ازادېدونکو یرغمل شویو نومونه په ډاګه نهکړي، اوربند به پلی نهشي.
حماس د اوربند له په لومړۍ ورځ د درېوو برمته شویو ښځینه نومونه په ډاګه کړه او ځواب کې یې، اسراییل ۹۵ فلسطینیان خوشې کړي.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې د درېوو برمته شویو تبادله پرون ځايي وخت ۴:۰۰ بجې ترسره شي.
د اوربند له اعلان وروسته غزه کې زرګونه کسان لارو او کوڅو ته راووتل او د اوربند نمانځنه کوي.