د کندز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤولین وايي، چې د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ کې یې د آغا خان دفتر په همکارۍ د ۱۸ کیلومتره سړک د جغل اچولو او هموارولو کار د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کړی دی.

د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله حامد وايي، دغه پروژه د دشت ارچي ولسوالۍ ۱۴۱ کلي تر پوښښ لاندې راولي او د کلیو د اړتیاوو مطابق پلي کېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې له لارې د ځایي خلکو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

بلخوا، په کندز ولایت کې د آغا خان دفتر سیمه‌ییز مسؤول عبیدالله عبید د دې پروژې د پلي کېدو هدف خلکو ته د کار فرصتونه برابرول بللي او له خلکو یې غوښتي چې ورسره همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه سړک اوږدوالی ۱۸ کیلومتره دی او څو کلي به سره ونښلوي.

په همدې حال کې د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي د دې ډول پروژو د تطبیق له امله خوښي څرګندوي او له مسؤولینو او بنسټونو غواړي چې د خلکو ستونزو د حل لپاره دې لا ډېرې عامه ګټې پروژې پلي کړي.

ویل شوي چې په دې پروژه کې د سړک جوړولو ترڅنګ د پلونو جوړول، د ساتندوی دیوالونو جوړول او د کانالونو پاکول هم شامل دي.

Share.