د تخار ولایت د بزکشۍ فدراسیون لهخوا د تخار ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۵۰ چاپندازانو په ګډون دوه ورځنۍ بزکشۍ سیالۍ د تالقان ښار کې ترسره شوې او پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پای کې پهلوان صبغتالله، سمیعالله، عبدالغفور او پهلوان ظاهر د دغو سیالیو غوره چاپندازان وپېژندل شول.
د تخار د بزکشۍ فدراسیون مسؤولین د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د چاپندازانو چمتووالی او د دې سپورت د غوره څېرو پېژندل د راتلونکو سیالیو لپاره یاده کړې ده.
د یادونې وړ ده چې هر کال د شمالي او شمالشرقي ولایتونو په کچه د مني، ژمي او پسرلي په موسمونو کې د بزکشۍ دودیزې او تاریخي سیالۍ ډېرې ترسره کېږي.