غزه کې د ملکي دفاع اداره وايي چې د تېرو دوو ورځو پرمهال په بېلابېلو سیمو کې د ویجاړو شویو ودانیو تر ډبرو او خاورو لاندې ۱۲۰ جسدونه رااېستل شوي دي.

له اوربند سره هم‌مهاله اټکل شوی چې شاوخوا ۱۰زره جسدونه به د غزې تر ویجاړو لاندې وي.

د غزې ملکي دفاع ادارې کارکوونکي دا مهال تر ویجاړیو لاندې د پاتیو جسدونه د رااېستلو په حال کې دي.

بل‌خوا تازه په لوېدیځه غاړه کې د نښتو پرمهال د اسراییلو په بریدونو کې لس فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دې نښتو کې یوشمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

په ورته مهال د ملګروملتونو د بشري مرستو اداره وايي چې تر دې مهاله غزې ته له مرستو بار ۹۰۰ لارۍ لېږدول شوي او تمه ده چې نورې هم ولېږدول شي.

Share.