د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سې‌شنبې پر ورځ (د سلواغې دوه‌یمه) ویلي، چې د اسرائیل او ایران ترمنځ باید د جګړې مخه ونیول شي.
هغه زیاته کړې؛ باوري ندی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت وکولی شي د داسې یوې جګړې خطر زیات کړي.
فیصل بن فرحان دا خبرې په سویس کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې کړي او دغه راز یې په راتلونکو څو ورځو کې لبنان ته له خپل سفر هم خبر ورکړ.
دا به د سعودي د بهرنیو چارو وزیر لخوا په تېره یوه لسیزه کې لبنان ته لومړی رسمي سفر وي.

Share.