د بدخشان د کرنې ریاست چارواکي وایي چې د سو (Suo) دفتر د کرنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په همکارۍ او د دوی په همغږۍ، د دې ولایت په اشکاشم او درایم ولسوالیو کې د ۸۰۰ کروندګرو لپاره ځانګړی روزنیز پروګرام جوړ کړی دی.
مولوي امانالله حسن، د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وایي چې د سو (Suo) دفتر د خپلو فعالیتونو د دوام او د کرنیزو تولیداتو د لوړولو لپاره، له دې وړاندې د دې دوو ولسوالیو کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وېشلې وې، او دا ځل یې د غنمو کرلو او پالنې په برخه کې ځانګړی روزنیز پروګرام پيل کړی دی.
د هغه په وینا، د دې روزنیز پروګرام موخه د غنمو کرلو او پالنې په برخه کې کروندګرو ته نوې مهارتونه ور زده کول دي، ترڅو دوی د نوېو میتودونو په کارولو سره د غنمو تولید په کمي او کیفي لحاظ زیات کړي.
یاده دې وي چې دغه اقدام د سو (Suo) دفتر او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ګډو پروګرامونو د یوې برخې په توګه ترسره شوی، چې موخه یې په لرې پرتو سیمو کې د بدخشان د کروندګرو د ظرفیتونو لوړول او د دوی د ژوندانه د حالت ښه کول دي.