په هند کې چارواکو اعلان کړی چې د یوې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه چاودنه پرون د هند د لویدیځ ماهاراشټرا ایالت په یوه وسلو جوړوونکې فابریکه کې شوې ده.
راپور وایي چې چاودنه ډېره زوروره وه او ښایي د قربانیانو شمېر زیات شي.
د هند چارواکي وایي چې په دغه فابریکه کې له ۱۳ ډېر کارکوونکي په کار بوخت وو چې له ډلې یې پنځه تنه ژغورل شوي دي.
د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند.