د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست حکومت خبر ورکړی چې د پاکستان په زندانونو کې بندي د افغانستان له ۶۰ څخه زیات اتباع خوشې شوي دي.
یاد وزارت نن (شنبه، د دلوې ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۶۶ افغان اتباع چې په پاکستان کې زنداني وو، خوشې شوي او د جمعې په ورځ (د دلوې ۵مه) خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د تورخم سرحدي مدیریت د معلوماتو پر بنسټ، دغه کسان د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د پاکستان له بېلابېلو برخو نیول شوي وو او درې ورځې تر یو میاشت پورې په زندان کې پاتې شوي وو. هغوی د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوي دي.