د “له پولیو څخه پاک افغانستان” په نوم بنسټ اعلان کړی چې د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین نوی کمپاین به د دوشنبې په ورځ، د دلوې په ۸مه، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پیل شي.
دغه بنسټ نن (شنبه، د دلوې ۶مه) په خپل ایکس حساب کې دا موضوع خپره کړې ده.
د افغانستان له پولیو څخه پاک بنسټ لیکلي: «د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین نوی کمپاین به د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۷مه، چې د ۱۴۰۳ د دلوې له ۸مې سره سمون خوري، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پیل شي.»
دغه بنسټ دا نه دي ویلي چې په دې کمپاین کې به په کومو ولایتونو کې څومره ماشومان واکسین شي.
افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې په نړۍ کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي لا تر اوسه په کې نه ده له منځه تللې.